سیاست

داجراييه رياست مرستيال دقزاقستان له سفير سره وکتل .

کابل – باختر- دزمري شلمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مرستيال حاجي محمد محقق نن په کابل کې  دقزاقستان جمهوريت له سفير او فوق العاده استازي اومر تاي بيتيموف سره   دوزيرانو شورا په مانۍ کې وکتل او په هيوادکې  دروانو مسئلو په باب  يې ورسره خبرې وکړې .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.  په دې کتنه کې داجراييه رياست مرستيال دلوړوزده کړو په برخه کې  له افغانستان سره دقزاقستان جمهوريت دمرستو اوهمکاريو له امله دقدراني په ترڅ کې وويل: قزاقستان له هغو هيوادونو څخه دى چې په تيرو پنځلسو کلونوکې يې  دافغانستان دپرمختګ  او ودانولو  لپاره زياتې مرستې کړې دي .
  حاجي محمد محقق  دباميانو او سمنګانو  دولايتونو دبيا جوړولو په چارو کې  دقزاقستان مرستې  دافغانستان په ودانولو کې  دقزاقستان  دوندې اخستنې بيلګې  وبللې .
داجراييه رياست مرستيال زياته کړه چې دافغانستان دولت او خلک به ددوست هيواد دقزاقستان مرستې  هيڅکله  هيرې نه کړي .
دقزاقستان  سفير په دې کتنه کې وويل چې هيواد يې  په تيرو  پنځلسو  کلونوکې په بيلابيلو  برخو کې له افغانستان سره همکاري کړې ده او يواځې دلوړو زده کړو په برخه کې  يې نږدې زربورسونه دافغا نستان ددولت په واک کې ورکړي دي .
دقزاقستان سفير ددواړو هيوادونو ترمنځ دزياتو فرهنګي اقتصادي  اوسياسي اړيکو غوښتنه وکړه او ژمن شوچې هيوادبه يې  دپخوا په شان له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته