سیاست

پروفيسرصبغت الله مجددي : دامنيتي همکاريو دسند لاسليک کول نه يوازې دافغانستان بلکې دسيمې په ګټه دى

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دمشورتي لويې جرګې رييس وايي چې دامريکا او افغانستان ترمنځ دامنيتي اودفاعي همکاريو  دسند په نسبت   بايد هيڅ راز انديښنې  موجودې نه وي .
دباخترآژانس دخبرله مخې :
دمشورتې لويې جرګې  رييس پروفيسر صبغت الله مجددي  نن  دمشورتي لويې جرګې   دکاري کميسيونونو  دکار دڅرنګوالي دکتنې په وخت کې وويل  : دافغانستان او امريکا ترمنځ  دامنيتي قرارداد لاسليک کول نه يوازي دافغانستان دخلکو په خير بلکې دسيمې  دسوکالۍ او امنيت لپاره هم ضروري دى.
ده وويل :  بايد  دامنيتي همکاريو دسند په نسبت  هيڅ راز انديښنه  ونکړو  او هغه  څه  چې دامريکا او افغانستان دحکومتونو ترمنځ دنظر اختلاف ګڼل کيدل  ، حل شوي دي .
مجددي هغه ليک ته  اشاره وکړه چې  امريکا  دافغانستان انديښنې  اودامنيتي همکاريو په سند کې  اختلافي موارد  پکې حل کړي دي  او ډاډ يې ورکړى دى .
ده  دمشورتي لويې جرګې   دکاري کميټوله غړو څخه وغوښتل  چې ددغه سند
دطرحې  عمده ټکي په پام کې  ونيسي .
پروفيسرصبغت الله مجددي څرگنده کړه  چې دامنيتي همکاريو دسند دطرحې په
باب خبرې څه  د پاسه يوکال وخت ونيوه  چې په پاى کې  داسې طرحه چمتو شوه  چې   دافغانستان د اړتياو اوملي ګټو ته ځواب  ووايي.
ده  له امريکايي عسکرو سره دقضايي چلند دڅرنګوالي په باب وويل :
،چې دامريکا دولت ديو ليک په ليږلو سره موافقه کړې ده چې ديو مجرم عسکر دمحاکمې په وخت کې  دافغانستان دحقوقي اودينې برخو استازي کولاى شى  په محاکمه کې ګډون وکړي.
دغه راز  حضرت صبغت الله مجددي دپاکستان په استخباراتو تور ولګاوه  چې دمشورتي  لويې جرګې دجوړونکو پرخلاف  مذبوخانه پروګرامونه ترلاس لاندي ونيول او هلې ځلې يې وکړې  چې دمشورتې لويې جرګې  دجوړولو مخه ونيسي.
له بله پلوه دمشورتي لويې جرګې ددارلانشا رييس صادق مدبر وايي  چې دکميسيون کار  دتفاهم او همغږۍ  په فضا کې  پرمخ ځي  او دبرخه والو ترمنځ دنظر يو والي شته  .
دمشورتي لويې  جرګې غړي  په  پنځوسو کاري کميټو په ويشلو سره  ماده په
ماده  دامنيتي همکاريو دسند دطرحې په باب خپلې خبرې پيل کړي دي .
دوي به سبا هم  ددغې طرحې په باب  خبرې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته