ټولنه

له وروستيو سيلاو ځپلو سره نغدي مرسته .

-کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
په بغلان ولايت کې د طبيعي پيښو له امله له يو شمير مصيبت ځپلو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.
دبغلان ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې دملي ادارې رييس باختر آژانس ته خبر ورکړ : له هغو شپږ پنځوسو کورنيو سره چې ددغه ولايت دتاله او برفک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د روان کال دسيلاونو له امله زيانمنې شوې وې نن له هرې کورنۍ سره دپنځلسو زرو افغانيو نغدي مرسته وشوه.
ويل کيږي دغو کورنيو له مرستې څخه دمننې د څرګندولو په ترڅ کې وويل : موږ د طبيعي پيښو له امله ډير زيانمن شوي يو او دا مرستې ډيرې کمې دي .هيله لرو په راتلوونکي کې له موږ سره زياتې او اساسي مرستې وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته