کابل / د وږي ۱٦ مه / باختر
د کابل پولي تخنيک پوهنتون خبرتيا
د کابل پولي تخنيک پوهنتون په خپل الکتروميخانيک پوهنځي کې نوي کدر ته اړتيا لري.
• د فزيک په ديپارتمنت کې په 28-90-A3-077-06-009)) کود سره د ډاکټر او ماسټر په سويه يو بست.
• د بهرينو ژبو په ديپارتمنت کې په 28-90-A3-081-02-010)) کود سره د ډاکټر او ماسټر په سويه يو بست.
په شرايطو برابر مينه وال کولاى شي د روان کال د تلې تر دويمې پورې د خپل شموليت غوښتنليکونو پړاوونه د کابل پولي تخنيک پوهنتون رياست له لارې بشپړ کړي او د ترانسکريپت له نمرو او د تابيعت له تذکرې سره د پوهنتون ادارې ته ورشي.
پاى شکريه
2 د یوې دقیقې څخه لږ