امنیت

په بغلان کې داوولسو تنو ملکي وګړو تښتول.

کابل باختر د ثور  ٢٩

په بغلان ولايت کې  اوولس تنه ملکي وګړي دناپيژندل شويو وسله والو کسانوله خوا وتښتول شول.

دخبرونو له مخې، دغه کسان دپنجشنبې په ورځ داندراب دپل حصار ولسوالۍ له مربوطاتو څخه تښتول شوي دي.

دبغلان دولايتي شورا رييس محمدرسول محسني له باختراژانس سره په اړيکه کې وويل، يو غيرمسوول قوماندان مجاهد ددغې انسان تښتونې مسوول بولى .

ده وويل  چې قوماندان مجاهد دتښتول شويو کسانوله خپلوانو څخه غوښتي  چې له دولت سره له کارکولو څخه لاس واخلي .

ده ګواښ وکړ  ترهغه وخته پورې چې دتښتول شويو کسانو خپلوان له دولت سره له کارکولو څخه لاس وانخلي دغه کسان به خوشي نه کړي  .

له بله پلوه  دبغلان ولايت يو امنيتي مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې افشا شي باختراژانس ته وويل :قوماندان مجاهد له طالبانوسره اړيکه نه لري او ده يوازې له تښتول شويوکسانو څخه د پيسو دترلاسه کولو په خاطر دغه کار کړى دى .

ده وويل  چې دغه غيرمسوول قوماندان  څو ځلې دملکي وګړو په تښتونې او دخلکو په ځورونې لاس پورې کړى دى خو دولت تراوسه پورې  په دې برخه کې  چوپتيا غوره کړې ده .

خوسيمه ييز مسوولين له دې جملې څخه دبغلان ولايت دپوليسو مسوول اسدالله شيرزاد ددغو کسانو تښتونه رد کړې ده .

شيرزاد وايي  چې دقوماندان مجاهد ډله له منځه تللې ده او هغه دانسان تښتونې توان نه لري .

دبغلان ولايت  له امنوولايتونو څخه شميرل کيږي . په دغه ولايت کې زياتره غيرمسوول وسله وال کسان فعاليت لري  هغه وسله وال افراد چې تل په لوټماري او دخلکو په ځورونې لاس پورې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته