امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې ووژل شول

کابل باختر  دوري  اتلسمه ؛
شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه هغه وخت ووژل شول چې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې يې د تروريستي بريدونو د ترسره کولو نيت درلود.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ: شپږو تنو وسله والوطالبانو د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې د تروريستي فعاليتونو نيت درلود.
په همدې مقصد يې يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات له ځان سره ليږدول چې دملي اردو ځواکونو له خوا ووژل شول .
دغه راز دملي اردو عسکرو دلښکرګاه ښار ته څېرمه په يو امنيتي فعاليت کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل.
په دې امنيتي فعاليت کې دوه تنه نور طالبان ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته