ورزش

دافغان ورزشکارانو اتلوالۍ دقول رزم په سياليو کې .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
افغان ورزشکاران دقول رزم په سياليو کې اتل شول .
  دغه ورزشکاران  دقول رزم په سياليو کې چې دازبکستان په کوربه توب ترسره شوې  د څليرويشتو اسيايي  او اروپايي  هېوادونو ترمنځ  دسرو زرو ددوو کمربندونو دسره زر ديو مډال او دسپيتو زرو ديو مډال گټوونکي  شول .
دبلخ ولايت دقول رزم فدراسيون رييس سيد حسين  علمداري  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو سياليو ګټوونکي  په قول رزم  څانګې پورې اړوند  دي چې ددغې څانګې  بنسټ ايښودونکي هم افغانستان دى. 
علمدار زياته کړه چې له افغانستان څخه دازبکستان په رزمي سياليو کې  شپږو تنوورزشکارانوګډون کړي وو چې څلور تنه يې دخپلو سيالانو په ماټولو بريالي شول دسرو زرو ددوو کمربندونو دسرو زرو د يو مډال او دسپينو زرو ديو مډال په ګټلو بريالي شول
په همدې حال کې  دقول رزم دملي ټيم غړي په  ٢٠١١  کال کې داسيا اتل او په  ٢٠١٣م کال کې دفيري فايت نړيوال اتل محمد سخي مرادي  دخلکو له هڅونې مننه وکړه او ويې ويل  چې په دغوسياليو کې دافغانستان دبيرغ رپلو دده هيله وه چې پرې بريالي شو .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته