سیاست

د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي سره د سولې د هلوځلو په باب خبرې وکړې

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٢
د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ترمنځ کتنه کې د افغانستان د حکومت د سولې د هلوځلو په باب خبرې وشوې .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي دانيل فيلډمن سره وکتل.
ښاغلي فيلډمن په کابل کې د ريکا شپږم کنفرانس او د جګپوړو مقاماتو د وروستيو غونډو نتيجې بريالې وبللې او د افغانستان لپاره د بروکسل او وارسا د راتلوونکو کنفرانسونو په باب د خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه چې امريکا د بروکسل د کنفرانس لپاره د افغانستان له خوا پيشنهاد شوى وخت يعنې د ٢٠١٦ کال له وروستيو وختو سره موافقه لري.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د حکومت دسولې د هڅو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو، د ځوانو افغان ډيپلوماتانو لپاره د امريکا او چين د ولسي جمهوريت د ګډ پروګرام او د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي ټولنې په اويايمه غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جګپوړي هيئت د ګډون په باب خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته