امنیت

په نورستان کې د طالبانو داستراتيژيکي ساحو نيول او هغوى ته دسر ددرندو زيانونو اوښتل

کابلباختر د وري ٢٧

په داسي حال کې چې د نورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې د افغان ځوا کو نو پوځې عمليات هماغه شان دوام لري دسيمې مسئولين وا يې چې د وسله والو طالبانو داستر ا تيژيکي سا حو په نيولو بريالى شوي دي

د وروستيو را رسيدلو خبرو نو له مخې دطالبانو دډلې درې تنه قوماندا نا ن عباس ، ملا نجيب الله او محمد رحيم چې په کامديش ولسوالۍ کې يي ددغو جګړه مارا نو رهبري په غا ړه لرله هم د وروستيو نښتو په بهير کې وژل شوي دي

دنور ستان ولايت د پو ليسو مسئول غلام الله نور ستا ني باختر اژانس ته وويل چې افغان ځوا کونو دتيري شپې له نيما يي وروسته دهشت راه د سيمې په ګډ ون دوسله والو طالبانو  په ځينو مهمو سيمو نوي عمليات پيل کړل اودغه سيمې يي ونيو لې

نورستا ني وويل دهشت راه سيمه دکامديش ولسوالۍ په جنوب لويديځ کې پرته د ه او په بشپړه تو ګه يوه ځنګلې سيمه ده چې طالبانو خپلي د رندې وسلې په دې سيمه کې ځاى پرځاى کړي دي او په دولتي ځوا کو نو بريدو نه کوي

دنورستان د پو ليسو مسئول وا يي چې دهشت راه په نيولو سره دکامديش _ اسعد ا باد واټ د ترا فيکو پرمخ پرا نيستل شوي دي

دغه لاره چې له کو نړ ولايت سره پنځوس کيلو متره پو له لري تر او سه پورې د وسله والو طالبانو په لاس کې وه

دغه راز ده له طالبانو څخه د څو نورو سيمو د نيولو خبر ورکړ او وي ويل چې طالبانو  سخته ما ته خوړلى ده

د نورستان ولايت درسنيو ددفتر له خوا د وړا ندې شويو ارقا مو له مخې د ملي اردو د کو ماندو اود  ملي پو ليسو له خوا دپو ځې عملياتو له پيل څخه تر او سه پورې د پا کستا ني جګړه مارا نو په ګډون ٤٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګو نو تنه نور يي تپيان شوي دي

ددغو چاروا کو دڅرګند ونو له مخې ددغو عمليا تو په بهير کې درې تنه افغان پوځيان وژل شوي او شپږ تنه نور يي ټپيان شوي دي

ويل کيږي چې افغان ځوا کو نو ددغو عملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانو دجنګې وسايلو څو زير مي هم تر لاسه کړي دي

 په همدى حال کې د نورستان د  والي ويندوى محمد زرين وايي چې افغان ځوا کو نه د پا کستان په ګاونډ کې د کامديش  ولسوالۍ  دسر حدي سيمو په لور خپل پرمختګ ته دوام ور کوي

ده وويل ددغو سيمو په نيولو سره وسله وال طالبان نور تر يوې اندازى پورې پا کستان ته د تيښتې لاره له لاسه ورکوي او له کلا بندې سره مخامخ کيږي

دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې د طالبانو په پټنځايونو پراخ پوځې عمليات دملي اردو د کو ماندو دځوا کو نو له استو لو وروسته د تيري جمعي په ورځ پيل شول

افغان ځوا کو نه په دغو دريو ورځو کې په دې بريالى شوي دي چې دکامديش ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له کلا بند ې څخه وباسي او هغوي ته سخته ما تې ور کړي

 د نورستان ولايت د افغا نستان په ختيځ کې له پا کستان سره د٢٥٠ کيلو مترو ګډي پو لي په لرلو سره کله نا کله د پا کستاني جګړه مارانو په ګډون د وسله والو طالبانو دشتون او فعاليت ډګر دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته