سیاست

په ولسي جرګه کې دزابل يو استازى دقلات روغتون دجوړولو په کار کې په ځنډ نيوکه کوي .

کابل باختر د ليندي  څلورمه :
په ولسي جرګه کې دزابل دخلکو يواستازى  دعامې روغتيا وزارت په مشرتابه  دخپلو خلکو دروغتيايي ستونزو په وړاندې د بې پروايې تور لګوي .
دى  وايي  يوکال او شپږ مياشتې مخکې  په قلات کې  ديوه سل بستريز روغتون د جوړولو کار  منظور شو او دعامې روغتيا وزارت په پرمختيايي بودجه کې  ونيول شو . خوتراوسه پورې  دسندونو پړاونه يې  په دغه وزارت کې نه دي بشپړ شوي .
  په ولسي جرګه کې دزابل دخلکو  استازى عبدالقادر قلات وال  چې په دې باب يې پرون  دباختراژانس  له خبريال سره خبرې کولې وويل : قلات يو داسې ښار دى  چې دهيواد  په لويه لاره کې موقعيت لري او دزابل  اوسيدونکي هم  يوه معياري او په زيات  ظرفيت او پرمختللوتجهيزاتو سره  يو روغتون ته اړتيا لري .
ده وويل  :په ملي شورا کې  دزابل  استازى  هلې ځلې کوي چې  دزابل په مرکز کې  دغه شان  يو روغتون جوړ شي . او دغه هڅې  ددې سبب شوي دي  چې دزابل دخلکو داړتيا وړ روغتون جوړول  يو کال او شپږ مياشتې مخکې منظور او دعامې روغتيا وزارت  په پرمختيايي بودجه کې شامل شي .
خو له بده مرغه،  په دغه وزارت کې نه پاملرنه  او بې غوري  ددې سبب شوه چې په دغه وزارت کې ددغه روغتون دجوړولو دسندونودپړاونو  بشپړول وځنډيږي.
ده څرګنده کړه چې دنظر وړ روغتون  په جوړولو سره  کيداى شي  دترافيکي پيښو  دټپيانو درملنه هم وشي .
قلات وال څرګنده کړه  چې اووه کاله مخکې  عربي متحده اماراتو  دزابل ولايت په مرکز قلات ښار کې  يو روغتون جوړکړ، خو څرنګه چې ساختماني موادو يې ښه کيفيت نه درلود او په پاخه اواساسي ډول هم  نه  و جوړ شوى  له لنډې مودې وروسته  په کنډوالې بدل شو.
قلات وال وويل چې په قلات کې يو روغتون  چې دملت دبابا  دواکمني په دوران کې  جوړ شوى و تراوسه پورې شته خو اوس  دقلات دوګړو شمير کابو اته سوه زرو تنوته رسيدلى دى اودغه روغتون زموږ دخلکو  روغتيايي  اړتياو ته  ځواب نه شي ويلي .
ده وويل  چې په وار وار  دعامې روغتيا وزارت  له پخوانى  او اوسني  وزير سره  دزابل دخلکو  ددغې ستونزې په باب خبرې شوې دي  او له هغوى څخه مو غوښتي  دي  چې دسل بستريز روغتون دجوړولو کار  ډير ژر پيل شي  خو تراوسه پورې  کومه پاملرنه ورته نه ده شوې .
  خو دعامې روغتيا وزيرډاکتر فيروز الدين فيروز په دې باب  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې  ددغه روغتون دجوړولودتدارکاتي کار  پړاونه  په دغه وزارت کې  بشپړ شوي دي  او د ملي تدارکاتو کميټې ته  چې منظوري يې  دجمهوررييس صلاحيت دى  ليږل شوې دي .
ډاکتر فيروز په ولسي جرګه  کې دزابل دخلکو داستازي  عبدالقادر قلات وال دخبرو په تاييدولو سره  څرګنده کړه  چې  په ولسي جرګه کې دزابل دخلکو يوشمير نور استازي  له ساختماني شرکتونو سره  دداوطلبي په بهير کې  لاس وهنه کوي . او داکار ددغه روغتون دودانۍ دجوړولوپه کار کې  خنډ شوى دى .
دعامې روغتيا وزير وويل: په ولسي جرګه کې دزابل دخلکو  ددغه استازي انديښنه پخوا هم  بيان شوې وه .  خوتدارکاتي بهير مو  ګړندى کړى دى او اوس  اړونده سندونه  دملي تدارکاتو کميټې ته ليږل شوي دي  او لارښوونې ته  سترګې په لاره يو .  خو عبدالقادر قلات وال  وايي چې دغه سندونه  دشتو نواقصو په نسبت  بيرته دتدارکاتو  ملي کميټې ته مسترد شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته