امنیت

په بلخ کې ددوو تنو غير مسوولو وسله والو کسانو د افرادو ترمنځ نښته .

کابل باختر د تلې لومړي:
دبلخ ولايت دزارع ولسوالۍ په مرغزار کلي کې دنښتې له امله درې تنه ووژل شول  او يوتن بل ټپي شو .
دبلخ ولايت دزارع  ولسوالۍ امنيه قوماندان جنرال محمد اکرم دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه جګړه دعبدالله او دين محمد په نومونو ددوو تنو زبرځواکو قوماندانانو ترمنځ داختلافونو له امله ونښته چې له امله يي درې تنه ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .
دزارع ولسوالۍ دمزارشريف ښار دجنوب په يوسلو پنځوس کيلومتري واټن کې دسرپل ولايت  دبلخاب ولسوالۍ په ګاوڼد کې پرته ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته