امنیت

په ننګرهارکې يو تن د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
د ننګرهار ولايت پوليسو نن يو تن د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد کړ.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ددغه ولايت د روداتو ولسوالۍ اوسيدونکى هدايت الله چې اته ورځې مخکې د پچيراو آګام په ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوى و؛
د دغې ولسوالۍ د نوي جر په ساحه کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.
خبرځاى وويل: د دغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى او د ژغورل شوى سړى کورنۍ وايي چې هدايت الله  يې د پيسو د ترلاسه کولو په خاطر تښتولى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته