سیاست

د وزيرانو شورا په نوبتي غونډه کې ګڼې مسئلې وڅيړل شوې او تصميمونه ونيول شول

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٨ :
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ دجمهوري رياست د ارگ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
په پيل کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس په برياليتوب سره  دجمهوري رياست او د ولايتي شورا ګانو د ١٣٩٣ کال  دانتخاباتو دبهير دترسره کيدو له امله  دافغانستان ټول پتمن ملت ته مبارکې وويله  او دامنيتي ځواکونو په سرکې يې دکورنيو چارو وزارت د هڅو اوهاند له امله چې په سرښندنې او ځان تيريدنې سره يې له بيابيا امنيتي  ګواښونو سره سره د هېواد بېلابېلو قشرونو ته د رايو ورکولو مساعد امنيتي شرايط برابر کړي و، قدر داني وکړه او  ويې ويل:
د روان کال د وري دمياشتې ١٦ مه دافغانستان په تاريخ کې په هېواد کې د يوملي جشن په توګه دى او په انتخاباتوکې دخلکو پراخ ګډون دافغانستان داسلامي جمهوريت دنظام د دوام  ډيرستر ضامن  او هغوکسانو ته  غوڅ او ځپنده ځواب و  چې غوښتل يې په تخريب او تاوتريخوالى سره زموږ په اراده کې خلل پيداکړي. لکه څنګه چې دجمهوري رياست  نوماندانو په خپلو غونډو کې وښودله چې دوى ته دهېواد لوړې ګټې، ملي وحدت، خپلواکۍ اواساسي قانون  ډير لوړ ارزښت لري اوله بلې خوا په انتخاباتي مبارزو کې دخلکو پراخ ګډون ددې څرګندوى دى چې زموږ دهېواد راتلوونکى به له نن ورځې څخه څو برابره ښه وي. افغانستان په اوچتو او په شا نه تلوونکو ګامونوسره دځلانده راتلوونکي په لور پرمخ ځي، درايو ورکولو په بهيرکې دخلکو ميړانه او کارنده ونډه اخيستنه د دې څرګندويه ده چې د افغانستان خلکو يوځل بيا خپلواکې او ولسواکې نندارې ته وړاندې کړه چې د ستاينې وړ ده  او دغه راز په دې اړوند دهېواد د رسنيو رول هم دقدر وړ دى .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس زياته کړه: د ډيرې خوشحالۍ ځاى دى چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت د ١٣٩٣ کال  دانتخاباتو دبهير په افغاني کولوسره وښودله چې ددې هېواد خلک له دې څخه زيات ظرفيت لري او که چيرې ددې ملت له تګلوري څخه پراته خنډونه لرې شي؛ په يقيني توګه به هيواد د ژوندانه په بېلابېلو برخوکې بې سارو او  د نه تصور وړ برياليتوبونو ته ورسيږي.
موږ په يو غږ وايو چې افغانان په تاريخي آزموينه کې سرلوړي او بريالي راوتلي دي
او تصميم لري چې يو وګړنى منتخب حکومت نړيوالو ته معرفي کړي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس زياته کړه: د افغانستان خلکو د بهرنيو رسنيو د تبليغاتوپرخلاف چې ٢٠١٤ کال يې يو ه ويرونکې څيره معرفي کړې وه او  د١٣٩٣ کال انتخابات يې ناشوني بللې وو، د ١٣٩٣ کال په انتخاباتو کې په خپل پراخ ګډون سره يوځل بيا نړيوالو ته وښودله چې دغه هېواد په مستقل ډول دانتخاباتو او دخپلو نورو ملي بهيرونو دترسره کولو ځواکمني لري .
دغونډې دکار په دوام  د وزيرانو شورا غړو هم  په برياليتوب سره د انتخاباتو دبهير دترسره کيدو په مناسبت دخپلو مبارکيو مراتب دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس، ټول ملت او دهېواد امنيتي ځواکونو ته څرګندکړل او د هغو امنيتي  ځواکونو پاک روح ته يې چې ددغه بهير په ترڅ کې شهيدان شول ، دعا وکړه  او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله وکړه او د هغې ميړانې، زړورتيا او د ځانګړو تدبيرونو له امله چې دکورنيو چارو اودملي دفاع وزارتونو، دملي امنيت لوى رياست، دسيمه ييزو ارګانونوخپلواکې ادارې اودهېواد د ولايتونو واليانو، دانتخاباتو د  امنيت د  تامينولو په خاطر نيولي وو، قدرداني  وکړه او په   برياليتوب سره  د دغه  بهير دتر سره کيدو په برخه کې يې دپوهنې او دعامې روغتيا د وزارتونو همکاري وستايله .
وروسته  دچارو  د ادارې او د وزيرانوشورا د دارالانشا لوى رييس راتلوونکي منتخب  حکومت ته د وزارتونو او د دولتي ادارو دمنظمې ليږدونې په باب د وزيرانو شورا د ١٣٩٣ کال  وري دمياشتې د څلورمې نيټې دلومړۍ ګڼه مصوبې دلومړۍ فقرې له صراحت سره سم غونډې ته رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې ټولو  وزارتونو او دولتي ادارو ددغه رپوټ د برابرولو په مقصد دخپلو معينانوپه مشرۍ کاري کميټې موظفې کړې دي اوپه دې لاره کې دکار دبشپړولو په لاره کې  په جدي توګه کار دوام لري.
د وزيرانو شورا وزارتونه او دولتي ادارې په ټينګارسره موظفې کړې چې دغه رپوټ دې د ١٣٩٣ کال د وري دمياشتې تر ٢٧ نيټې پورې برابر او  د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست ته دې وليږي او دغه رياست دې د هغوى کاري بهير وڅاري اوپه پرله پسې توګه دې د وزيرانو شورا غونډو ته رپوټ ورکړي.
له اجنداسره سم دماليې وزير دترکيې هېواد د احمدايدينيز دساختماني شرکت دفرعي پروژې  قراردادي مالياتي معافيت غونډې ته طرحه کړ.
د وزيرانو شورا پرعايداتو باندې دمالياتو دقانون د  (١١١)  مادې پر رعايتولو سره دغه شرکت دماليې په ورکولو مکلف کړ او د هغه د  مالياتي جريمو معافيت يې تصويب کړ.
وروسته دکليو د بيا جوړولو اوپراختيا وزير په پکتياولايت اوددغه ولايت په زرملى ولسوالۍ کې ددغه وزارت د پرمختيايي پروژو په اړوندغونډې ته معلومات وړاندې کړل  او زياته يې کړه:
ددغه وزارت پرمختيايي پروژو د ١٣٩٢ کال ترپاى پورې د ملي پيوستون، کليوالي لارې جوړول ، دسيمه ييزې پراختيا د ودې ، د څښاک د اوبو دبرابرولو او د  روغتيا ساتنې په برخه کې ددغه ولايت په دولسو ولسواليوکې د نهه ديرشو مليونو ډالرو په ارزښت په ټوليزه توګه دوه زره شپږ سوه اووه ويشت پروژې  ترپوښښ لاندې نيولې دي چې له دې جملې څخه ١٧١٠  پروژې بشپړې شوې او ٧٩١ پروژې يې د اجرا په حال کې دي .
دغه راز په ١٣٩٣ کال کې د اته اعشاريه شپږو مليونو ډالرو په ارزښت د ٥٣٢ شوراګانوپه ګډون دپکتياولايت د ديارلسو ولسواليو لپاره  ٥٨٥ پروژې په پام کې نيول شوې دي .
د وزيرانوشورا د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا د وزير د رپوټ  دتائيدولو په ترڅ کې دغه وزارت موظف کړ چې په سيموکې دکاريزونو بيا جوړول او احياکول ترپلان لاندې ونيسي .
دغونډې په پاى کې د بهرنيو چارو د وزير له خوا دوه مورده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول چې د تائيد وړوگرځيدل .
د وزيرانو شورا د بهرنيو چارو وزارت موظف کړ چې د محکومينو د ليږدونې کنوانسيون دې دهېواد له نافذو قوانينوسره سم د تدقيق په مقصد دعدليې وزارت ته وليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته