جلال اباد باخترد غبرګولي د میاشتې ۲۰ مه
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پنځه میلیونو امریکایي ډالرو په لګښت د نغلو برېښنا اړوند درېیم ترانسفر تر جوړیدو وروسته په فعالیت پيل وکړ،چې د چارواکو په وينا ۷۵ سلنه د برېښنا د نشتون ستونزه به حل کړي .
سلاکار وزیر اود ننګرهار والي محمد ګلاب منګل باختر اژانس ته وویل چې ،د برېښنا شرکت له خوا فعال شوی ترانسفرمر د ۵۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت ګټې اخيستنې ته سپارل شوی،چې د جلال اباد ښار شپاړس زره کورنۍ به په منظم ډول د برېښنا له نعمت څخه برخمنې کړې.
منګل دغه راز زیری ورکړ،چې په نږدې راتلوونکي کې به دغه ولايت ته د نورې برېښنا د لینونو غځولو په موخه د سروې چارې هم پیل شي،چې د چارو په وروستۍ کېدو سره به د ننګرهار د مرکز او ولسوالیو ترڅنګ د ختیځو نورو ولایتونو د برېښنا ستونزه هم حل شي.
د ننګرهارد برېښنا شرکت سرپرست انجینر محمد ناصر قریشي وویل، د نوي ترانسفرمر د فعالیدو په ترڅ کې دغه ولایت ته تر ۴۵ میګاواټه پورې د نغلو برېښنا را لیږدولی شي.
بل خوا د ننګرهار د د ولایتي شورا غړي استاد اسرارلله مراد د ننګرهار والي او برېښنا شرکت د مشرتابه او تخنیکي کارکوونکو څخه مننه وکړه،چې د ولسونو سره یې د شوې ژمنې له مخې نوی ترانسفرمر فعاله او د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه یې حل کړه.
1 1 دقیقه لوستل