کابل باختر د ورږي دمياشتې ٦
د ملي اردوڅلور تنه سرتيرې دامنيتي دندو په بهير کې په دوو جلاجلا پيښو کې شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دملي اردو څلور تنه سرتيري دکونړ ولايت دماڼوګي او دقندهار ولايت دارغنداب د ولسواليو په مربوطاتو کې د ښخ کړاى شويو ماينونو د چادونې له امله شهيدان او دوه تنه نور سرتيرې ټپيان شول .
دغه راز دملي اردويوبل سرتيري د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې د ښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله شهيد شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ