سیاست

حامدکرزي په پاکستان کې ديوې الوتکي دټکر او دسپرليو دوژل کيدو له امله سخت خواشينۍ شوى دى .

کابل باختر دثور  دويمه

  دافغانستان داسلامي  جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  په پاکستان کې ديوې مسافر وړونکي الوتکي دټکر او دڅه دپاسه سلو تنو دوژل کيدو  له امله سخت خواشينۍ شوى دى   

 باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې  

 دپاکستان يوه مسافر وړونکى الوتکه دناستي په وخت کې دپاکستان ښار ته څيرمه دهوا دخرابوالي  له امله په زراعتي ځمکو کې ولګيده او ټولي سپرلۍ يې  چې  شمير يې  ١٢٧ تنو ته رسيده ووژل شوي .

  دافغانستان  داسلامي  جمهوريت جمهور رييس   په دغې پيښې په خبريدو سره  سخت خواشينۍ شوى دى او دافغانستان دخلکو په استازيتوب دخپلي خواخوږۍ او غمشريکي  مراتب دپاکستان خلکو او دپيښې دقربانيانو  کورنيو ته  څرګندوي  .

 حامدکرزي دلوى خداى( ج )  له دربار څخه  دقربانيانو کورنيو ته  دصبر او زغم هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته