فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزير کولمبياته لاړ.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٩
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالبارى جهاني نن د توريزم دنړيوال سازمان په يوويشتمه کنفرانس کې دګډون په خاطر کولمبيا ته روان شو.
دحامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې : د توريزم دسازمان يوويشتم نړيوال کنفرانس د وږي دمياشتې له يو ويشتمې نيټې څخه تر اووه ويشتمې نيټې پورې په کولمبيا کې جوړيږي او دنړيوال توريزم پورې د اړوندو موضوعګانو په باب پکې خبرې کيږي.
داطلاعاتو او فرهنګ وزير په دې کنفرانس کې دافغانستان له توريزم سره دمرستې دغوښتنې ترڅنګ وړانديز کوي چې دافغانستان دتوريزم يو وجهي صندوق او دمسلکي او ماهرو کسانو د روزنې په خاطر د توريزم يو پرمختيايي بورد هم جوړشي.
په دې سفر کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير سره ددغه وزارت مالي ،اداري او دګرځندوى معين زردشت شمس ملګرى دى.
افغانستان په ١٩٧٥ ميلادي کال کې دتوريزم نړيوال سازمان غړيتوب ترلاسه کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته