سیاست

قانونپوه سرور دانش: د ملي وحدت د حکومت د بهرني سياست بنسټ د سيمه ييزو همکاريو په پراختيا باندې ټينګار دى

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٨
په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير محمد رضا بهرامي نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال قانونپوه سروردانش سره وکتل او په دې کتنه کې دواړو لورو د سيمه ييزو همکاريو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې قانونپوه سروردانش په اقتصادي، تجارتي او فرهنګي برخوکې د افغانستان او ايران ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا اهميت ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د ملي وحدت د حکومت بهرني سياست د سيمه ييزو همکاريو د پراختيا په بنسټ باندې تکيه لري.
د جمهور رييس مرستيال وويل: د افغانستان نوى حکومت د ايران له اسلامي جمهوريت سره د دوه اړخيزو همکاريو له پراختيا سره علاقمند دى او د دواړو هيوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې به له پخوا زياتې ژورتيا ومومي.
ده افراطيت او بنسټپالنه د سيمې د هيوادونو لپاره ګډ ګواښ وباله او له افراطيت، تروريزم او بنسټپالنې سره د مقابلې لپاره يې د سيمې د هيوادونو په لا زياتو همکاريو باندې ټينګار وکړ.
د جمهور رييس مرستيال دغه راز وويل چې د افغانستان او د هغه د نړيوالو همکارانو ترمنځ د هر راز قرار داد او تړون په لاسليک سره، د افغانستان له خاورې څخه په هيڅ صورت د افغانستان د ګاونډيانو پرخلاف استفاده نه کيږي.
په دې کتنه کې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير محمد رضا بهرامي هم د افغانستان له دولت او خلکو سره د ايران د دولت د مرستې او همکارۍ په دوام باندې د ټينګار په ترڅ کې د سيمې د هيوادونو په کچه د ثبات او پراختيا په ګډون په مفاهيمو برلاسى زيات امکان مننوونکي وباله.
ده د افغانستان ثبات او امنيت په سيمه کې د ثبات د تامينولو لپاره مهم وبلل او ويې ويل: په افغانستان کې د حالاتو ښه والي سربيره پر دې چې له زياتو مثبتو پايلو سره يوځاى دى؛ کولاى شي د افغان مهاجرينو د ستنيدو زمينه برابره کړي .
د ايران سفير دغه راز يادونه وکړه: متبوع دولت يې هلې ځلې کوي چې د افغانستان له بيا جوړولو سره د مرستې لپاره خپل رول ولوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته