امنیت

يو دپاسه سل تنه ځوانانو دپکتيادپوليسو له ليکو سره يوځاى شول

يو دپاسه سل تنه ځوانان دنظامي تعليماتوله زده کړې وروسته دپکتيادپوليسو له ليکو سره يوځاى شول .

 دغه ځوانان دکورنيو اوبهرنيو ښوونکو له خوا اته مياشتې  دپکتيا دنظامي تعليماتوپه مرکز کې  ترپوځي زده کړې لاندې و.

دپکتيا دپوځي تعليماتو دمرکز قوماندان مل پاسوال ګل عباس دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل :  دغو ځوانانو په اتو مياشتو کې  له سازمان موندلو جرمونو سره دمبارزې ، له مجرمينو او تروريستانو سره دچلند  لارې چارې  اوپه واټ کې دايښودل شويو ماينونو دشنډولو لارې چارې  زده کړي دي او هم يې دقانون په باب معلومات ترلاسه کړي دي.

دپوځي تعليماتو ددغه مرکز د قوماندان   دڅرگندونوله مخې دغه ځوانان دپوليسو دليکو دپياوړتيا  اودنظم او امنيت دتامينولو لپاره دپکتيا  په بيلابيلو سيمو کې دپوليسو په قطعاتو کې موظف شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته