مهترلام باختر د لیندۍ ۳ مه
د لغمان ولایت د مهترلام ښار په میر حسن خېلو بېلې سیمه کې د څه کم دوو مېلیونو افغانیو په لښکت ۱۰۸ متره استنادي دیوال رغول کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه پروژه د ولسي تړون پروګرام په مالي لګښت له سیلاونو څخه د کرنیزو ځمکو د ژغورنې په پار پلي کېږي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه دیوال د ولسي خلکو د لس سلنې ونډې په اخېستو سره (۱۸۶۰۲۹۴) افغانیو په لګښت رغول کېږي چې چارې به یې په دریو میاشتو کې بشپړې شي.
ویل کېږي د دغه استنادي دیوال په جوړیدو سره به د سیمې د خلکو لسګونه جریبه ځمکې د سیلاونو له خطر څخه وژغورل شي.پای/وصال
1 1 دقیقه لوستل