کابل / د غبرګولي / ۳۱
فرزاد منصوري او حسین لطفي د افغانستان د تکواندو دوه لوبغاړي د لبنان له نړیوالو سیالیوڅخه د ژیړو مډالونه وګټل .
دغه سیالۍ د ٤٤ هېوادونو د ٢٦٩ ورزشکارانو په ګډون د لبنان په کوربه توب پیل شوې وې .
د باختر اژانس د خبر له مخې، فرزاد منصوري او حسین لطفي د دوو بریاو او یوې ماتې سره د ژیړو مډالونه وګټل.
د افغانستان د تکواندو د ملي فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغو ورزشکارانو له خوا د مډالونو ګټل د افغانستان د دغې څانګې ورزش د ودې په لاره کې یو ښه ګام وباله . پای / سعیده