امنیت

دقندهار لپاره دطالبانو دوالي نومول شوى مرستيال ووژل شو

کابل باختر د وږي ٦مه :
دقندهار لپاره دطالبانو دوالي دنومول شوي مرستيال  په ګډون ددغې ډلې څلور جګپوړي قوماندانان ووژل شول .
پر  ملا زرقاوي تېره شپه په غورک ولسوالۍ کې بريد وشو .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې په دغو هوايي بريدونوکې دطالبانو  دجګپوړو قوماندانانو تر څنګ ددغې ډلې درې کسان نور هم ووژل شول .
ملا زرقاوي دقندهار په ځينو برخو کې دوروستيو ناامنيو عامل و.
  ختم _ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته