سیاست

وروستي خونړي بریدونه او د بې وزلي ولس دردونه

کابل / د غويي ٢٥ مه / باختر
وړمه ورځ په کابل او ننګرهارکې ډېر خونړي بریدونه ترسره شول او درنه مرګ ژوبله یې واړوله. دا جګړې یوځل بیا خپله کرغېړنه څېره افغان ولس ته ښکاره کړه او ګڼې کورنۍ یې د ویر او ماتم پر ټغر کېنولې.
د باختر آژانس مفسر وروستیو بریدونو او د افغان ولس دردونو ته کتنه کړې ده او لیکي:
متل دی، وایي: "یتیم په ژړا پوخ دی." افغانان هم له جګړې سره بلد دي او له تېروڅلورو لسیزو راهیسې قرباني ورکوي، خو وروستيو بریدونو د افغانانو سخته کرکه راوپاروله. په کابل کې پر یو زېږنتون برید وشو او په جلال آباد کې هم د جنازې پر مراسمو برید وشو. په لومړي برید کې امیندوارې میندې او نوې زېږېدلي کوچنیان ووژل شول او په دويم برید کې هم عادي کلیوال چې د جنازې لمونځ یې ادا کاوه، ووژل شول.
که له اخلاقي پلوه دغو پېښو ته کتنه وکړو، نو له هر راز شک پرته دا یو ستر جنایت دی، بشري اخلاق هېچا ته دا اجازه نه ورکوي، چې پر بل انسان برید وکړي او هغه ووژني، په روغتون او زېږنتون برید وکړي او امیندوارې میندې او نوي زېږېدلي کوچنیان ووژني، د جنازې پر مراسمو برید وکړي او لمونځ کوونکي ووژني.
که د افغاني ټولنې د دودونو او ارزښتونو له لیدلوري ورته وګورو، نو دغه راز بریدونه زموږ د ټولنې له ارزښتونو سره هېڅ راز سمون نه لري. زموږ په ملي ارزښتونو کې چې له پېړيو پېړیو راپاتې دي او له یو نسله بل ته لېږدول کېږي، دغه راز بریدونه او جنایتونه ځای نه لري.
که له دیني اړخه یې وڅېړو، نو په اسلامی ښوونو کې دغه رازجنایت ته ځای نشته. اسلام د سولې دین دی، اسلام د ورورۍ دین دی. په اسلام کې د یو بې ګناه انسان وژل د ټول بشر وژل بلل شوي دي. روژه د عبادتونو میاشت ده، روژه له یو بل سره د مرستې میاشت ده. په دې مبارکه میاشت کې پر بې ګناه خلکو بریدونه له دینې اړخه هېڅ راز توجیه نه لري او محکوم دي.
د دغو ټولو ټکیو په پام کې نیولو سره، ښه په زغرده ویلی شوو، چې دا بریدونه د پردیو کار دی، د افغانستان د تاریخي دښمنانو کار دی. له دې امله افغانان باید ډېرهوښیار وي او باید د لوړو ملي ګټو پر بنسټ وروستۍ پېښې وڅېړي او په اړه یې دریځ غوره کړي.
موږ د جګړې پر خلاف، د ترهګرۍ د ټولو بڼو او ډولونو پر خلاف په یو ګډ سنګر کې درېدو ته اړتیا لرو، موږ د ترهګرو پر خلاف یووالي اوغوڅې مبارزې ته اړتیا لرو، موږ سولې ته د رسېدو لپاره د خپلو ټولو ظرفیتونو او امکاناتو کارولو ته اړتیا لرو. که موږ غواړو دغه راز بریدونو ته یو ځل او د تل لپاره پای ورکړو، نو باید جګړې ته پای ورکړو او ډاډمنه سراسري سوله بسیا کړو.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته