امنیت

اته تنه طالبان بم جوړولو په وخت کې ووژل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
اته تنه وسله وال طالبان دکونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې دبم دجوړولو په وخت ووژل شول.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جمعه ګل همت باختر آژانس ته وويل :وسله والو طالبانو تيره شپه د دانګام ولسوالۍ دګوريګه په سيمه کې دهاوان دماين له باروتو څخه دبم په جوړولو بوخت و چې دچاودنې له امله اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې چاودنه کې د طالبانو څلورتنه ماشومان هم وژل شوي دي .
همت زياته کړه:په وژل شويو کسانو دماين جوړولو درې تنه ماهران هم شامل دي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته