نړۍ

امريکا دنړۍ په هرځاى کې دالقاعده شبکه تعقيبوي

دا مريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزير ليون پانيتا درويترز له خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي دي  داسامه بن لادن او انوراومکي يمني په وژل کيدو سره   سره دالقاعده شبکه تراوسه پوري دامريکا لپاره ديورښتينې  ګواښ په  توګه پاتي ده.؛

پانيتا وويل امريکا په ځالى کې دالقاعده شبکه تعقيبوي

دامريکا ددفاع وزير دالقاعده شبکه  په سرطاني غدي تشبه کړه  ويي ويل  دا فرق نه کوي  چې دغه سرطاني غده په يمن  ، سوماليا، شمالي افريقا ، پاکستان ، افغانستان او په بل هرځاى کې چې وي امريکا  يي تعقيبوي .

دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزير دغه څرگندونې په داسي حال کې کيږي چې دامريکا داردو لوى درستيز جنرال  ريموندروديرنو ددغه هيواد ددفاع دوزارت دپيشنهادي بودجي په درشل کې اعلام وکړ  چې په پام کې لري دامريکا داردو شمير کم کړي  او داسيا وچي ته پوځې پام واړوي .

دامريکا دمتحده ايالاتو  ددفاع وزارت تيره شپه ددغه وزارت پيشنهادي بودجه وڅيړله  اوپه احتمالي توګه  تر راتلوونکي پنځوکلونو پورې به ددغه وزارت له دفاعي بودجي څخه دوه سوه شپيته مليونه ډالره کمه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته