نړۍ

د ردو شويو افغان پناه غوښتوونکو د ډله ييز شړلو لپاره دالمان حکومت تيارى.

برلين- دويچه ويله – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
ټاکل شوې ده دهغو پنځوسو تنو افغان پناه غوښتوونکو چې په آلمان کې د دوى پناه غوښتنه رد شوې ده ډله ييز ايستل په راروانو ورځو کې پيل شي.
دپناه غوښتوونکو ملاتړي سازمان له دغې طرحې سره سخت مخالفت کړى دى .
د آلمان حکومت په پام کې لري چې يو زيات شمير افغان پناه غوښتوونکي هيوادته يې ستانه کړي .
د آلمان د کورنيو چارو وزارت هوډمن دى چې خپل هيواد ته دلومړۍ ډلې افغان پناه غوښتوونکو استول د روان ميلادي کال د دسمبر په مياشت کې پيل کړي.
دشپيګل مجلې د رپوټ له مخې : ټاکل شوې ده چې ددغه هيواد يوه ٥٠ کسيزه ډله پناه غوښتوونکي چې د دوى پناه غوښتنه د آلمان دحکومت له خوا نه ده منل شوې ، په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړى شي.
په دې وروستيو وختو کې (ولت)مجلې دمارګل ګوند دسکرتر جنرال پيتر تاوبر له خولې ليکلي دي چې ده خپلو تاټوبو او مېنوته دافغان پناه غوښتوونکو دستنولو ملاتړ کړى دى .
پتير تاوبر په دې اړوند ويلي دي : په افغانستان کې داسې سيمې شته چې کولاى شو په هغو کې په خوندي توګه ژوند وکړو ،هغه کسان چې دقانون له مخې نشي کولاى په آلمان کې دپناه غوښتوونکو په توګه ومنل شي بايد دغو سيمو ته واستول شي دا کار زما په نظر قانوني دى .
خو دپناه غوښتوونکو ملاتړي سازمان پروازول خپل هيوادته دافغان پناه غوښتوونکو د استولو په پروګرام سخت انتقاد کړى دى.
دغه سازمان په افغانستان کې امنيت بحراني بللى دى او ويلي يې دي چې په دغه هيواد کې سياسي او اقتصادي حالت ډير خراب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته