امنیت

په قندهار کې يو ډاکتر ووژل شو

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٩ : 
په قندهار ښارکې يو ډاکتر دناپيژاندو وسله والو کسانو دډزو له امله   ووژل شو
دقندهار ولايت   وياند صميم خپلواک  د  باختر  آژانس خبريال   ته   وويل :
په  دغه ډاکتر تير ماښام کله چې خپل کور ته روان و، دقندهار ښار دلسمې
ناحيې په مربوطاتو کې  دناپيژاندو وسله والو موټر سايکل سپروله خوا ډزې
وشوې او ووژل شو.
خپلوا ک زياته کړه  ددغې پيښې عاملين  له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي دي او تراوسه پورې  دوژنې انګيزه  روښانه  نه ده .
امنيتي مقامات وايي  چې دپيښې دعاملينو  دنيولو لپاره يې  پلټنې پيل کړي دي .
ديوبل خبرله مخې : ديو تنکي ځوان مړى نن دقندهار ولايت  دسپين بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو لاسته ورغى .
دقندهار ولايت وياند صميم خپلواک  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې وسله والو طالبانو دغه تنکى ځوان دوه ورځې مخکې  دده کور ته له نږدې ساحې څخه تښتولى و  او ددوو  ورځو له تيريدو  وروسته  مړى يې دسپين بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې   دپوليسو لاسته ورغى .
خبرځاى زياته کړه  چې تراوسه پورې ددغه ځوان د وژنې علت معلوم نه دى اوپلټنې اوڅيړنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته