کابل باختر د ليندي ديارلسمه :
درې تنه ملکيان په قندهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دغه پيښه نن سهار په معروف ولسوالۍ کې رامنځته شوه ، دهېواد په جنوب کې دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې درې تنه ملکيان شهيدان شول .
تراوسه پورې چا ددغې ماين ښخونې مسووليت په غاړه نه دى اخستى خو پوځي مقامات وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل بولي .
دوه ورځې مخکې هم په همدې ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله دښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ملکيان شهيدان شول . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ