ټولنه

خبرتيـــــــــــــــــــــــا

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٣٠ :
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا !
د حج، عمرې او زيارت د کمېټې د پريکړې له مخې، د محترمو حاجيانو د حج  د لګښت د تمويلولو د دويم قسط او د تنظيم سمهيه د روان کال د غبرګولي د مياشتې په ٣١ نيټه د چهارشنبې په ورځ د هېواد په مرکز او ولايتونوکې په رسمي ډل پيليږي او د يو نفر سني حاجي لګښت ٢٥٠٠ امريکايي ډالره او د يو نفر شيعه حاجي لګښت ٢٦٠٠ امريکايي ډالره ټاکل شوى دى.
له دې امله ټولوهغوحاجيانو ته چې د ١٣٩٦ کال لپاره يې لومړى قسط تحويل کړى او بايمتريک پړاو يې ترسره کړى دى، خبر ورکول کيږي خپل دويم او وروستي قسطونه تحويل کړي. هغو کسانو چې پخوا يې خپل لومړى قسط ١٠٠٠ امريکايي ډالره تحويل کړي دي، نور ١٥٥٠ امريکايي ډالره تحويل کړي او هغوکسانو چې٥٠٠ امريکايي ډالره لومړى قسط يې تحويل کړي دي، دوه زره پنځوس امريکايي ډالره نور دې تحويل کړي.
له متقاضيانو څخه غوښتنه کيږي چې په ټاکلې ورځ د نوبت له سند سره په مرکز کې د خوشحال د تيلو ټانک ته څېرمه د مرنجانو غونډۍ په لمنه کې د حاجيانو مرکز ته او په ولايتونوکې د حج او اوقافو رياستونو ته ورشي چې د دوى د سفر د سندونو  پړاوونه بشپړ شي .
يادونه: د کابل د ولسواليو حاجيان دې د کابل ولايت د حج او اوقافو رياست ته ورشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته