امنیت

په يوه تروريستي پيښه کې دملي اردو يوولس تنه عسکر ټپيان شول

کابل باختر د تلي شپږ ويشتمه
  دملي اردو يوولس تنه منسوبين په پکتيا کې دتروريستي پيښې له امله ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، نن دتلې دمياشتي په شپږ ويشتمه نيټه دچهارشنبې دورځې دسهار په اووه بجو يوه اندازه  چاوديدونکي توکي چې په يو ديناموټر کې ځاى پرځاى شوې وه دپکتيا ولايت  په زرملي ولسوالۍ کې دملي اردو ديو کنډک په وړاندې  وچاوديدل چې له امله يې دملي اردو يوولس تنه منسوبين ټپيان شول او ددريو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې ځينو نورو خبرځايونو ددغې پيښې  دټپيانو شمير پنځه څلويښت تنه بللي دي او پيښه يې  دځانمرګي بريد زيږنده بللي ده خو دملي دفاع وزارت ټينګار کوي چې  په دې پيښه کې يواځي يوولس تنه ټپيان شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته