امنیت

په پکتيکا کې دناټو دجنګي الوتکو په بريد کې ياغيانو ته دسردروند زيان.

پکتيکا باختردزمري دمياشتي ٦ :

دپکتيکا په ولايت  کې دناټو دجنګي الوتکو دبريدونو له امله څه ناڅه اته تنه ياغي طالبان ووژل شول اويو بل تن يې ټپي شو.

ويل کيږي ددغې پيښې په وژل شويو کې ددغې اته کسيزې ډلې قوماندان ملانصير هم شامل دى.

دپکتيکا په ولايت کې  سيمه ييز مقامات وايي چې په ملانظير اوافرادو يې هغه وخت دناټو دجنګي الوتکو له خوا بريدوشو چې نوي دډيورند له کرښي اخوا دترورستي بريدونو دترسره کولو په مقصد دغه ولايت ته رسيدلي وو.

دجګړه ماروطالبانو په دغې اته کسيزې ډلې دډيورند کرښي ته څيرمه دبرملي ولسوالۍ په شاول سيمه کې دناټو دجنګي الوتکو له خوا بريد وشو.

دپکتيکا دوالي ويندوى مخلص افغان باختراژانس ته وويل چې ملانصير دافغان اوناټو پرپوځيانو دترورستي بريد دسازمان ورکولو نيت درلود.

دافغان ځواکونو استخباراتي معلومات ښيي چې دوسله والو طالبانو دغه سيمه ييز قوماندان له ډيورند کرښي اخوا په پکتيکا کې دخونړيوبريدونو دترسره کولو دنده په غاړه اخيستې ده.

مخلص افغان تائيدکړه چې دناټو دپوځيانو په دغه هوايي بريد کې دملانظير په ګډون اته تنه ياغيان وژل شوي اويوبل تن يې ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته