ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٥
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام!
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د کرنې او اوبو لګولو د پخواني وزير محمد ناصرکشاورز د مړينې له امله د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: ارواښاد محمد ناصرکشاورز زيات کلونه د  هيواد خدمت ته وقف کړل او د فرا د والي، د هلمند د ناوې د پراختيا د رييس او د کرنې او اوبو لګولو د وزير په ګډون په بېلابېلو پستونوکې کار وکړ او په هغو ترخو ورځوکې چې هيواد تيرکړ؛ هغه له هيواد څخه وتلو ته اړ شو او د امريکا د کلفورنيا په ايالت کې د مهاجرت په تاټوبي کې وفات شو.
جمهور رييس د اوراښاد محمد ناصرکشاورز خدمتونه وستايل او مړينه يې يوه ضايعه وبلله.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د خپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب دغه راز د ارواښادکورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته څرګند او د الله (ج) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته