نړۍ

دخيبر پښتونخوا په ايالت کې د بمي بريد له امله ١٧ تنه ووژل شول.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
دخيبر پښتونخوا ايالت په بنو ښارکې نن سهار دپاکستاني پوځيانو په يوه کاروان دبريد له امله څه نا څه ١٧ تنه  ووژل شول .
باختر آژانس دپاکستان دخبري منابعو له خولې خبر راکړ :  دغه چاودنه په واټ کې ديو ښخ کړى  شوي بم  زيږنده وه   چې له لرې واټن څخه کنتروليده او د پوځيانو يو کاروان چې له معمول سره سم هره  يکشنبه له  ګزمې وروسته له شمالي  وزيرستان له مرکز ميرامشا د واټ په اوږدوکې له بنو ښار څخه تيريده بريد   وکړ چې  د ١٧ تنو دوژل کيدو او د ٢٥ تنو د ټپي کيدوسبب  شو.
امنيتي ځواکونو ساحه کلابنده کړې ده او د ژغورنې ټيمونه   په دې سيمه کې دژغورنې او مرستې عملياتو  ته دوام  ورکوي.
دپاکستان دخبري منابع دڅرګندونو له مخې  ،  ښايي ددغه بريد له امله دسر دزيان شمير زيات شي ځکه  چاودنه   ډيره سخته  وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته