نړۍ

د هند دجماعت اسلامي ګوند په اسلامي هيوادونوکې دجګړو او دوينې توييدو دپاى ته رسيدو غوښتنه وکړه .

نوى ډيلى ايرنا  باختر د سلواغي دمياشتې ١٤ :
دهند دجماعت اسلامي ګوند نن  داسلامي هيوادونوله سازمان څخه  وغوښتل چې په اسلامي هيوادونوکې دجګړو او ويني توئيدو د بندولو لپاره په  مناسبو اقداماتو لاس پوري کړي .
دايرنا دخبر له مخې :   دهند دجماعت اسلامي ګوندمشرمولانا جلال الدين امري  په مصر ، سوريه  ،  بنګله  ديش اوپه   نورو اسلامي هيوادونوکې د  اړو دوړ او د نا آراميو  ددوام له امله  دانديښنې  په څرګندولو سره وويل  :   سوريه داقتصادي اوټولنيز  له منځه تللو په  دوزخ کې  ده .
عراق او افغانستان د وژنو او  ورانيو قرباني شوى دى  او الجزاير ، تونس   او يو شمير نوراسلامي هيوادونه هم  د بې ثباتۍ  او اړو دوړ ډګر دى .
  مولانا امري  په نوي ډيلي کې دهنددجماعت اسلامي ګوند په  مقر کې   په يو مطبوعاتي غونډه کې زياته کړه  د هر صادق مسلمان  او دهر آزادي غوښتونکي شخص  دنده  دا  ده چې په اوسني  له بحران ډک  دوران کې  دسولې او دموکراسۍ  دټينګښت په لاره کې دحالاتو  دښه والي لپاره  اقدام وکړي .
ده  دخپلو خبرو په دوام  دمصر پيښو ته  په اشارې سره   وويل  د  مصر لومړني دموکراتيک دولت دپوځي  ديکتاتوري اردو له خوا  ګوښه کړاى شو .
مولانا  دې ته  په اشارې  سره چې داخوان المسلمين ګوند يو ډير ستر سازمان موندلي ګوند دى او اوس يوه  تروريستي  ډله معرفي کيږي  زياته کړه په دغه ګوند تور لګول شوى د ى او ددغه ګوند په زرګونه تنه  پيروان  وژل شوي دي .
  دهند دجماعت اسلامي ګوندمشر  دخپلو خبرو   په دوام  داسلامي   هيوادونو دکنفرانس  له سازمان څخه وغوښتل چې د دغو له انديښنې ډکو حالاتو دپاى   ته رسولو لپاره  دتاوتريخوالي  دبندولو اوپه اسلامي هيوادونوکې د سولې دټينګښت په لاره کې  کلک اقدامات   وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته