سیاست

د ډاډګيرنې پيغام

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٦ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي وحدت دحکومت داجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا د سعودي عربستان د پخواني باچا ملک عبدالله بن عبدالعزيز آل سعود د مړينې په مناسبت د حرمين شريفين د خادم او د سعودي عربستان د شاهي هيواد د باچا سلمان بن عبدالعزيز آل سعود په نامه د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام ليږل شوى دى.
د بهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآ ژانس ته خبر ورکړ:
په پيغام کې ويل شوي دي: په ژورې خواشينې سره مې د حرمين شريفين د خادم او د سعودي عربستان د فقيد باچاملک عبدالله بن عبدالعزيز د مړينې خواشينوونکى  خبرترلاسه کړ .
په دې وسيله  د ځان او د افغانستان د حکومت او خلکو د ژورې ډاډګېرني او خواخوږۍ مراتب تاسو معظمې شاهي کورنۍ، د ارواښاد پاتې کسانو او د سعودي عربستان حکومت او دوستو او ورونو خلکو ته څرګندوم .
په داسې حال کې چې ځان ستاسو په خپګان کې شريک بولم؛ د لوى خداى (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبرهيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته