کابل باختر د مرغومي شپاړلسمه :
په بادغيس ولايت کې دغير مسوولو وسله وال کسانو اوطالبانو ترمنځ نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
دبادغيس ولايت دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان ددغې پيښې په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه تيره شپه ددغه ولايت دجوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونښته .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې ددغې پيښې انګيزه تراوسه پورې روښانه شوې نه ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ