ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزيرې د هندوستان په پوهنتونونوکې د افغان محصلانو ستونزې واوريدې

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
د لوړو زده کړو وزيرې هندوستان ته په سفرکې د دغه هېواد له مقاماتو سره د افغانستان د لوړو زده کړو د کيفيت د لوړولو او د هندوستان په پوهنتونونوکې د افغان محصلانو د ستونزو په باب خبرې وکړې .
پوهنوالې ډاکترې فريدې مومند په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معين زردشت شمس هم حاضر و؛ د هندوستان د (آى سي سي آر) د بورسونو د لسمې کاليزې د درناوي په غونډه کې ګډون وکړ.
دغه راز د لوړو زده کړو وزيرې د هندوستان د بشري منابعو له وزير پرکاش جاويدکر سره په کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د دغه هېواد د مرستو له امله قدرداني وکړه او هغه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لرغونۍ او مخلصانه دوستۍ نښه نښانه وبلله.
دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي مشترکاتو او دوستۍ يادونه وکړه او له افغانستان سره او په تېره بيا افغان ځوانانو ته په کال کې د زرو تحصيلي بورسونو او سخاوتمندانه مرستو له امله مننه وکړه.
دغه راز په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزيرې له جاويدکر څخه وغوښتل چې د هند په پوهنتونونوکې د افغان محصلانو لپاره د يو کلن عملي کار د دورې د ترسره کولو په برخه کې همکاري وکړي .
په مقابل کې د هندوستان د بشري منابعو وزير وويل: د هندوستان دولت په هغه څه به عمل وکړي چې ژمنه يې کړې ده او هلې ځلې کوي چې په دې برخه کې کارونه ډير ژر پيل شي.
په همدې ترتيب د افغان امنيتي ځواکونو د شهيدانو پاتې کسانو ته د هندوستان د دولت له خوا د ژمنه شويو ٥٠٠ بورسونو د عملي کيدو او د قندهار پوهنتون د کرنې له پوهنځي سره مرسته د لوړو زده کړو د وزيرې له نوروغوښتنو څخه وې چې د هند د بشري منابعو وزير په دې برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.
دغه راز د لوړو زده کړو وزيرې د پنجاب ايالت په چنديګر ښارکې د ګست پوهنتون ته لاړه او د دغه پوهنتون له رييس سره يې وکتل.
په دې کتنه د پوهنتون مسوول د لوړو زده کړو وزيرې ته د پنځوسو بورسونو د ورکولو ژمنه وکړه چې پنځه بورسونه به يې نجونو ته وي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزيرې په دغه پوهنتون کې له افغان محصلانو سره وکتل او د هغوى ستونزې او غوښتنې يې واوريدې او د هغو د لرې کولو په لاره کې د دغه پوهنتون له مسوولينو سره خبرې وکړې او په هندوستان کې تحصيلي اتشه ته يې دنده وسپارله چې د هند په تحصيلي موسسوکې دې د افغان محصلانو ستونزې حل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته