کابل باختر د وږي دمياشتې ١٨ :
د هرات ولايت مسوولين تيارى لري چې په روان کال کې د ولسواليو په کچه دنشه يي توکو دکرکيلې مخه ونيسي .
د هرات ولايت مرستيال اصيل الدين جامي له نشه يي توکو سره د مبارزې دولايتي کميسيون په غونډه کې وويل : دنشه يي توکو کرکيله له شرعي او قانوني پلوه حرام دى او مسوولين تيارى لري ترڅو په روان کال کي ددغې ناوړې پديدې دکرکيلې مخه ونيسي .
دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې د هېواد جمهور رئيس له خوا له نشه يي توکو سره دمبارزې پرخلاف دملي پيوستون کال اعلام شوى دى .
په دې غونډه له نشه يي توکوسره دمبارزې رئيس غلام جيلاني دقيق دتيرې غونډې دفيصلې دتطبيق ډاډ ورکړ او د دغې ناوړې پديدې د جرړو ايستلو په خاطر يې له اړوندو ادارو څخه همکارۍ غوښتنه وکړه .
دغه راز دهرات ولايت مرستيال د نشه يي توکو په له منځه وړلوکې د بزګرانو همکاري دقدر وړ وبلله او ويې ويل: په داسې حال کې چې په هرات ولايت کې د نشه يي توکو د کرکيلې لپاره مناسبه فضا برابره ده ؛ خو د هرات ولايت په دين مينو اومتدينو خلکو ددغې ناوړې پديدې له کرکيلې څخه ډډه کړې ده.
د جامي دڅرګندونوله مخې: دنشه يي توکو کرکيله له شرعي او قانوني پلوه حرام دى .
دغه حکومتي مقام د دې مطلب په بيانولو سره چې له نشه يي توکو سره مبارزه دهر وګړي دنده ده او ويې ويل: بايد په دې برخه کې ټول هلې ځلې وکړي.
0 1 دقیقه لوستل