کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
د نورستان ولايت په مربوطاتوکې د نويو نښتو له امله دوسله والو طالبانو دسردزيان شمير لوړ شوى دى .
دغه جګړې نن دکامديش ولسوالۍ په ځينو سيمو او د پارون ښار په مربوطاتو کې ونښتي .
لومړۍ جګړه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو په ډزو سره د سپرليو په کاروان د طالبانو د بريد مخه ونيوله .
د افغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه جکپوړې قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: وسله والوطالبانو نوي د ډيورنډ له کرښې اخوا څخه نورستان ته را اوښتې وو او غوښتل يې چې د موټرو په سپرليو بريدونه وکړي .
ديوبل خبر له مخې: څلور تنه وسله وال طالبان دنورستان ولايت دمرکز پارون ښار بازار ته څېرمه له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
دغه طالبان په يوې امنيتي پوستې دبريد په وخت کې وژل شوي دي .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل