ورزش

دکابل د فوټبال د سياليو وروستى پړاو پيليږي

کابل باختر دلړم شپږ ويشتمه :
دکابل ښار د فوټبال د الف ټيمونو د سياليو وروستى پړاوبه سبا په کابل کې ترسره شي.
دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمدشاه ساير باخترآژانس ته وويل: په دې پړاوکې ټاکل شوې ده د اردو د ځوانانو او د پامير ټيمونه لوبه وکړي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه سيالۍ چې د کابل په ورزشي لوبغالى کې  يوه مياشت مخکې د دولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې؛ د اردو د ځوانانو او د پامير ټيمونو وکولاى شول د دغوسياليو وروستى پړاو ته لاره ومومي چې ټاکل شوې ده دغه دوه ټيمونه سبا غرمه سيالي وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته