پيکينګ دآزادۍ راډيو باختر د سلواغې د مياشتې ١٦ :
د چين او جاپان د اختلاف وړ ټاپو په باب د امريکا د دفاع وزارت له څرګندونو وروسته د چين حکومت واشنګټن ته خبردارى ورکړ چې د آسيا د ختيځې سيمې ثبات ګډوډ نه کړي.
توکيو او پيکينګ زيات کلونه کيږي چې د چين په ختيځ سمندرګي کې د تشو ټاپوګانو د واکمنۍ پرسر له يوبل سره اختلاف لري.
د دغو ټاپوګانوکنترول د جاپان په لاس کې دى، خو چين هم په هغو د مالکيت ادعا کوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لوکانګ اعلام وکړ چې د ديايوټاپو او هغه ته څېرمه ټاپوګانې له پخوا زمانو څخه د چين نه بيليدونکې سيمې وې.
د امريکا د دفاع وزير جيمزمتيس د شنبې په ورځ له خپل جاپاني سيال تومومي انادا سره په ګډه خبري غونډه کې چې په توکيوکې جوړه شوې وه؛ وويل: اعلاموم چې د سنکاکو د ټاپوګانوپه وړاندې زموږ پخوانى سياست په خپل ځاى دى.
امريکا د دغو ټاپوګانو د ادارې پرسر د جاپان حق په رسميت پيژني.
0 1 دقیقه لوستل