سیاست

په هرات کې د انتخاباتو د مسلکي پوښښ لپاره د خبريالانو روزنه

کابل /دتلې ٣مه /باختر:
په هرات کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د انتخاباتو د مسلکي پوښښ لپاره خبريالانو ته دوه ورځنى روزنيز  ورکشاپ جوړ کړ .
په ورکشاپ کې د سيمه ييزو او ملي رسنيو زيات شمېر خبريالانو ګډون لاره چې د انتخاباتو د مسلکي او حرفوي پوښښ لپاره يې لازمې زده کړې وکړې.
په هرات کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول همايون نظري د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه دخبريالانو له خوا د انتخاباتو بهير د حرفوي پوښښ  د لارو چارو په اړوند  پوهاوي ورکول وبلل .
هغه چې د هېواد اوسنى حالت د اټکل وړ نه بولي، وايي: اړتيا ده چې خبريالان د تلې د شپږمې د جمهوري رياست په انتخاباتوکې د حرفوي پوښښ لپاره لازمې زده کړې وکړې.
ښاغلي نظري وايي چې د تېرو انتخاباتو او د نورو هېوادونو د انتخاباتو د تجربو پر بنسټ، د دې اړتيا ده چې خبريالان له انتخاباتو مخکې د کار، امنيتي موارد، د خبريالۍ ارزښتونه، د انتخاباتي پوښښ په بهيرکې د قوانينو او اخلاقو رعايتول او زيات نور موراد زده او رعايت کړي .
د دغې کمېټې د مسوول دڅرګندونوله مخې:  مخکې له دې  د تېرو انتخاباتو په بهير کې خبريالان تل له ستونزو سره مخ وو .
په تېرو دوو ورځو کې زيات شمېر خبريالانو د جمهوري رياست د راتلونکو انتخاباتو د مسلکي پوښښ لپاره د دې کمېټې  له روزنيزو پروګرامونو څخه ګټه اخستې ده.
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته