امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې په لسګونو تنه غړي د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
دوه شپيته تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول .
د ملا عبدالوهاب په مشرۍ دغه کسان څو ورځې مخکې په دغه ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره يوځاى شوي وو چې خپلې وسلې پرون په رسمي ډول دسولې بهير ته وسپارلې .
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغوکسانو يوه داشکه، درې توغندي، څلور ميله پيکا، پنځه څلويښت کلاشينکوفونه او اته ډول ډول وسلې يې له يوه اندازه پوځي تجهيزاتو سره د سولې بهير ته وسپارلې .
وحدت زياته کړه چې د دغو کسانو په پيوستون سره د دغه ولايت د مرکز شپږ ويشت کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي.
په سرپل ولايت کې د سولې د بهير د مسوول دڅرګندونوله مخې: د روان کال په بهيرکې څه ناڅه ١٠٠ تنه وسله وال طالبان د حقانيت په پوهيدو سره له خپلو وسلو سره له جګړې څخه لاس واخست او د سولې له بهير سره يوځاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته