نړۍ

دپاکستان جمهوررييس له روغتون څخه رخصت شو

دليندي دمياشتې ٢٤ :

دپاکستان جمهوررييس اصف علي زرداري  پرون  له روغتيا وروسته ددوبي ښار له روغتون څخه رخصت شو.

 دزرداري ويندوى فرحت الله بابر وويل  چې  جمهوررييس پرون  په دوبي ښارکې خپل استوګنځي ته ستون شو  خو ويي نه ويل چې زرداري څه وخت پاکستان ته ستنيږي.

پخو ا دپاکستان د جمهوري رياست دفتر په يوې اعلاميه کې ويلي و چې دجمهوررييس ټولنې کتنې بشپړي شوي   او له نورمالو نتيجو وروسته بيرته پاکستان ته ستنيږي .

اصف علي زرداري تيره اوونۍ  دعاجلي ناروغي له امله  چې ورپيښه شوي وه  ددوبي ښار روغتون ته لاړ .

دپاکستان د جمهوررييس دغې ناروغي اوددوبى ښار په روغتون کې دده بسترکېدل  په  دغه هيواد کې سياسي آوازي راوپارولي چې ګنې دى له خپل مقام څخه ګوښه کېږي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته