امنیت

اتلس تنه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ  اتلسمه :
دهلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې تيره شپه ديو قوماندان په ګډون اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دنوزاد ولسوال سيد مرادسادات دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ په ځينو پوستو بريدونه وکړل چې دافغان ځواکونو دمتقابلو ډزو له امله دعرفان په نامه دطالبانو ديو قوماندان په ګډون اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دسادات دڅرګندونو له مخې، په دغو نښتو کې امنيتي ځواکونو ته دسرزيان نه دى اوښتى .
دده دڅرګندونو له مخې، دمخالفينو مړي تراوسه پورې هم دجګړې په ساحه کې پاتې دي.
  دولسوال دڅرګندونو له مخې، وسله وال طالبان له دغې پيښې  وروسته  غرونو ته  وتښتيدل او اوس حالت عادي بڼه غوره کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته