-کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر:
په ننګرهار کې د موټرو له ښيښو د تورو فلمونو پاکولو کمپاين نن پيل شو .
د دغه کمپاين په لومړى ورځ امنيتي ځواکونو په جلال اباد ښار او د ننګرهار په نورو سيمو کې د موټرو له ښيښو څخه د تورو فلمونو په پاکولو بريالي شول .
د ننګرهار پوځي شورا په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو له زياتوالي وروسته او د ډاراچوونکو د برېدونو د مخنيوي لپاره د موټرو له ښيښو څخه د تورو فلمونو د پاکولو لارښوونه کړې ده .
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې دغه کمپاين به په دغه ولايت کې د موټرونو له ښيښو څخه د تورو فلمونو تر پاکولو پورې دوام وکړي .
د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف وويل: چې دوى له توپير پرته د زورواکو په ګډون د ټولو موټرونو له ښيښو څخه د تورو فلمونو په پاکولو اقدام کوي .
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل