ټولنه

په ننګرهار کې په لسګونوجريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار ويجاړ شول .

کابل باختر د ثور لسمه :
په ننګرهار ولايت کې په لسګونو جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار ويجاړ شول .  دغه کمپاين په دره نور ولسوالۍ کې ترسره شوى دى .
دننګرهار ولايت ددره نور ولسوال محمد عظيم رمزي  باختراژانس ته خبر ورکړ ددغه لړى  دپيل په دريو ورځو کې په دغې ولسوالۍ کې په لسګونو جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنارويجاړ شوي دي .
ده زياته کړه دغه کار به دامنيتي مامورينو په همکارۍ  ددره نور په ولسوالۍ کې دټولو کرل شويو کوکنارو تر ويجاړيدو پورې دوام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته