کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٩نيټه :
د هېواد امنيتي اودفاعي ځواکونو دهېواد د هوايي ځواکونوپه ملاتړ د روزګان او فراه په ولايتونو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې دښمن ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې د٢٠٥ اتل قول اردو دځواکونوله خوا دهېواد دهوايي ځواکونوپه ملاتړ د روزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې ترسره شول؛ ٢٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول او دښمن له ساحې څخه وتښتيد .
دغه راز د هغو چاڼيزو عملياتو په نتيجه کې چې د فراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کې د دښمن د ځالو دله منځه وړلو په خاطر ترسره شول؛ اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او٥ تنه نور ټپيان شول.
پاى ج ذ