کابل- باختر- د چنګاښ د میاشتې ۱۶مه
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۹ ګډ تعرضي او چاڼیز،۹۵ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۰هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره کړل، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۱۴پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه تر سره کړي چې په پایله کې، د طالبانو د یو تن سیمه ییزقوماندان په ګډون ۵۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۳۸تنه ټپیان او دوه تنه نیول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کونړ، غزني، ارزګان، زابل، فراه بادغیس، فاریاب، بلخ، نیمروز او د هلمند د ولایتونو به مربوطاتو کې ترسره شول.
پای ـ عطاالله