امنیت

په ننګرهار کې د ډول ډول وسلو او مهماتو ديوه ډيپو کشفول.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٩
دننګرهار ولايت د دربابا ولسو الۍ دامنيې قوماندانۍ دامنيتي موظفينو دپلټنې له امله نن څو ميله ډول ډول وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شول.
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان پاسوال فيصل احمد شيرزاد دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دربابا ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ امنيتي منسوبينو دسرې ګټې په ساحه کې ديو سوداګر د زوى له کور څخه دپلټنې په وخت کې درې کلاشينکوفونه ،يوه بم غورځوونکې ،يو پيکا ماشينګنه، يوه الو انداز ،دکلاشينکوف  درې زره پنځه سوه ګولۍ ،دپيکا سل ګولۍ،د آرپى ،جي اووه، پنځه توغندي او د بم غورځوونکې څلويښت توغندي کشف او ترلاسه کړل.
ديوبل خبرله مخې : دننګرهار ولايت دبهسودو ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ موظفينو دثمر خيلو دپلټنې په پوسته کې درې اتيا کيلوګرامه اپين يې چې په ماهرانه ډول په پيکپ موټر کې ځاى پرځاى شوي و کشف او ترلاسه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته